%da%ab%d9%88%d9%87%d8%b1
غزل/انعام الله ګوهر
22.12.2013 06:49
خدای خبر چې مې په څه خوږیږي زړه
څه خو شته ،بې څه خو نه خوږیږي زړه
ستا له ډېرو ستمونو ،جفاګانو
اوس مې خپله ،پخپل زړه خوږیږي زړه
سترګې هم د محبت ازار نیولې
اوښکي درومي له لېمه،خوږیږي زړه
ارمانونه نیمه خوا شي ،سړی مات شي
ارمانونه چې شي مړه ،خوږیږي زړه
څنګه اوکړم راته ووایئ،ملګرو !
چې دیار راباندې وخوږیږي زړه
عبدالمتین حمیدي 23.12.2013 16:21
ګوهرصیب سلامونه نیکې هیلې مو ومنئ هیله ده تردې دمه روغ،جوړ او خوښ وي.ماهم دزړه په باب له هغه دغه خوا یوڅوبیتونه درته ډالئ کړل.خو تاسو غزل مې ډېر خوښ شو.
نن بیا لکه چي ستا د سترګو جنګ ته در روان سو
په زړه کي مي د میني مست کاروان لېونی سوی
په ژړا- ژړا- ژړا کړمه ځان ستړی
د زړه درد چي مي قرار سي زه ویده سم
د غرور سترګي ګنډم تا له درځمه
زړه په لپه کي دروړم تا له درځمه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ه قدم، قدم، قدم مي زړه ته راغلې
نا اشنا اشنا! څه سم مي زړه ته راغلې
کوم بهار، کوم پسرلی کړم در په نښه؟
لکه څاڅکی د شبنم مي زړه ته راغلې
د رقیب د غشي وار پري اثر نه کړي
دا په دې چي ته ملحم مي زړه ته راغلې
دې فریب کاره، درواغجنه زمانه کي
بس یو ته لکه همدم مي زړه ته راغلې
د جانان د ځواني مرګي میني یاده!
په قسم چي لکه نم مي زړه ته راغلې
ټولې تبصرې
ستاسو تبصره
لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د انعام الله ګوهر بلاګ ،د اړیکې شمیره۷۷۸۷۸۷۴۳۳ - ۰۰۹۳ د بریښنا لیک پته : inam_goahar@yahoo.com د کتونکو شمېره : Web Count Stats
Web Stats
Share |
Free Calendar
< ---------------------------------------------------------- مهرباني وکړئ،لاندي دښاغلي ډاکټر حسن د شعرونو پاڼه لایک کړئ
Facebook
Inamullah Goahar likes
Create your Like Badge