%da%ab%d9%88%d9%87%d8%b1
غزل/انعام الله ګوهر
23.02.2014 10:49
هېري یې کړه ټولي وعدې،مه ژاړه
مه ژاړه،زړه ! تېري کیسې مه ژاړه
راز به مو ښکاره شي په ټول کلي کي
خلک به دې واوري نارې،مه ژاړه
اوس به مې بیدار شي،زړندوکی زړه
سترګې دې راپورته که ! اې ! مه ژاړه
دا ګرمې اوبه به دې خراب کړي مخ
اوري دې له سترګو شغلې،مه ژاړه
نه کوي په غوړ لوښي اثر اوبه
نوره کړه بلا ورپسې،مه ژاړه
دا چې یار ستا نه شو،په دا وژاړه
دا چې یار دې نشته،په دې مه ژاړه
نور خلک دې وایستل له خوبه ټول
مه ژاړه ګوهره د شپې مه ژاړه
محمدجمیل جمال 24.02.2014 11:53
ډېرښه ماشاالله دنظره مه شې دازما له خوا در واخله
اي کابله لکه اوبه درپسي ژاړي
لراوبر ټول پښتانه درپسي ژاړي
زه چي دلته تا کي اوسم ژړا راشي
هاغه تللي ولي نه درپسي ژاړي
ټولې تبصرې
ستاسو تبصره
لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د انعام الله ګوهر بلاګ ،د اړیکې شمیره۷۷۸۷۸۷۴۳۳ - ۰۰۹۳ د بریښنا لیک پته : inam_goahar@yahoo.com د کتونکو شمېره : Web Count Stats
Web Stats
Share |
Free Calendar
< ---------------------------------------------------------- مهرباني وکړئ،لاندي دښاغلي ډاکټر حسن د شعرونو پاڼه لایک کړئ
Facebook
Inamullah Goahar likes
Create your Like Badge