%da%ab%d9%88%d9%87%d8%b1

جبران اوګوهر

06.03.2014 09:23

جبران او ګوهر

جبران په ۱۸۸۳ زېږديز کال د لبنان د شمال د البشره په نوم يوه غرنۍ سيمه کې دنيا ته راغلی، ژوند يې په کړاونو کې تېر شوی، نوموړي ۴۸ کاله ژوند کړی، په امريکا کې يې دنيا ترک کړې او په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته سپارل شوی.

نوموړي په عربي او نګليسي ژبه شپاړلس کتابونه ليکلي، چې د مهمو نومونه يې په دې ډول دي؛ پيغمبر، موسيقي، مات وزرونه، ليونی، ليکونه، اوښکې او خندا، کاروانونه او توپانونه، ياغي ارواوې او نور.

جبران خليل جبران هغه څوک و، چې د ټولنيزو دردونو تر څنګ شخصي ژوند هم ډېر دردونه ورکړل، د هغه ژوند د اقتصادي کمزورۍ له کبله له ستونزو سره مل پيل شو، د کورنۍ څو غړي يې ترې ناروغيو د تل لپاره بېل کړل، مسافرۍ يې په نصيب شوې، زده کړې يې په غير منظم ډول وکړې... پلار يې له کوره بې پروا و، مور خور او ورور يې ناروغيو ترې بېل کړل، عثماني حکومت زندان ته د ننه کړ، امريکا ته وکوچېد... او د ژوند په دوره کې ډېر ودرېد.

د جبران نغمې په ټول عالم خپرې شوې، په ټوله نړۍ يې د هغه فريادونه ووېشل، د هغه درد د ټول بشر درد و، د هغه پيغام د ټول بشر لپاره و؛

د نغمو غوندې خپاره شوو، په عالم د بې دردۍ کې

يو څه وخته خو زموږ هم د احساس کوڅه کې کور و

استاد پسرلی

دې دردونو او ستونزو د جبران هنر او تخليق ته اوږد او داسې ژوند ورکړ، چې د نړۍ په څنډه، څنډه يې خلک له نوم سره بلد شول.

هغه زمانه چې جبران پکې اوسېده، داسې وه، چې د نړۍ نفوس شا و خوا شپږ ميليارده و، په هره برخه او هر ځای کې د عالمانو شمېر زيات وو، په ځانګړي ډول دې زمانې خو ادب و هنر ته داسې څېرې ورکړې، چې په تېر تاريخ کې کمې وې.

جبران چې په عربي او انګليسي ژبه ليکل کړي دي، دا وخت يې اثار د نړۍ ګڼو ژبو ته اړول شوي، چې په دې کې له نيکه مرغه پښتو هم شامله شوې، ډاکتر خالق زيار، زبير شفيقي، زينب سالک، ډاکتر عبدالحميد بهيج، عصمت الله زهير او نورو درنو ليکوالانو او ژباړنو پښتو ژبه د جبران په مرغلرو هم پسې ښکلې کړه، او زموږ ملګري شاعر انعام الله ګوهر د ژباړې پيل د نړۍ د دې ستر ليکوال د ليکنو په ژباړه وکړ.

جبران له ژوند سره په تړاو را ته ډېر څه وايي، په دې نثري ټوټو او تاثراتو کې يې هم د ژوند سره تړلي مسايل را اخيستي، په دې اثر کې د جبران کيسه ييز نثرونه لولو، چې د ژوند يو اړخ به راته بيانوي او دا بيان په داسې ډول دی، چې انسان ستړيا ته نه ورکوي، په زړه پورې تصويرونه، ښکلې تشبيهه ګانې، ښکلي پيغامونه، روانې خبرې لکه شعرونه، فلسفيانه تصورات، عاطفي او مينه ناک خيالونه، د انسان دوستۍ بېلابېل اړخونه او نور ډېر داسې څه را اخلي، چې د ډېرو انسانانو د ژوند مشترکات يې بللای شو.

د دې اثر په ژباړه هم ډېره خواري شوې، انعام الله ګوهر چې د لومړي ځل لپاره ما ته وويل((د جبران  اثر مې نيمايي ژباړلی، هيله من يم، چې ژر يې پای ته ورسوم)) هغه وخت يې نيمايي راته وسپاره، بيا له هغه وروسته زه يو څه وخت غم ترې بېل کړم، بيا يې يوه مياشت وروسته بشپړ کتاب راته وسپاره، چې نوم يې په((هندارو کې ارواوې)) ورته اېښی و.

د دې اثر د ليکوال او ژباړن تر منځ يو مشترک ټکی چې زه يې بايد دلته ياد کړم، هغه ستونزمن ژوند دی، جبران هم له ستونزو سره غاړه، غړۍ ژوند کړی او ګوهر هم چې زه څومره پېژنم،ډېر دردېدلی.

اوس چې دا ليکل کوم، يوه خاطره يې راته يادېږي، يوه ورځ د ګردېز ښار په يو دوکان کې ناست وم، ګوهر مې له لرې وليد، زنګ مې پسې وکړ، راته ويې ويل؛ زما خواته راشه، ضرور کار درسره لرم، په بېړه ورغلم، ستړي مه شي يې په چوپه خوله را سره وکړه، لومړۍ خبره يې دا راته وکړه، ورور مې مړ شوی، زه ځم، يوازې مې ته خبرولې.

د ګوهر په څېره د غم خړه پرده غوړېدلې وه، تر ډېره چوپه خوله سره روان وو، ورور يې په ځوانۍ کې ترې بېل شو، کورنۍ يې اوس هم د مهاجرت په دېار دېره ده، دی چې کله چېرته، کله چېرته د مسافرۍ شپې سبا کوي او د کور دروند پېټی يې په اوږو دی، ما ته د جبران ژوند را يادوي، هغه هم خپل پلرنی ټاټوبی بېروت پرېښود، په امريکا او نوره نړۍ را وګرځېد او د ژوند پېټی يې چېرته، چېرته يووړ، ګوهر هم تر دمه را ته داسې ستړی مسافر ښکاري، الله ج دې نور زموږ دا دوست د اسوده او سوکاله ژوند څښتن کړي.

زموږ نسل ته هم روانو حالاتو او ستونزو په ادب کې لوړ هنرونه ورکړل، الله ج خو مهربانه دی، دا ستونزې به په نړۍ کې زموږ د نيکنامۍ او وياړ داستانونه وغږوي، ګوهر غوندې ملګري به په نړۍ کې يو وخت د جبران په څېر د نوم څښتنان وي، الله ج دې وکړي.

په دې کتاب کې مې هم ډېر داسې څه ولوستل، چې خپلې ټولنې ته يې په زړه پورې پيغامونه بللای شو، د ليک په نوم لومړۍ کيسه چې د انسانانو د بېل مخلوق په ژبه د انسان د چلندونو په اړه شوې، موږ ته له جنګه نفرت راکوي، موږ ته د يو سوله ييز ژوند بلنه راکوي او دا پيغام راکوي، چې د انسانانو له جنګه نور مخلوقات هم تنګ شوي، نور مخلوقات هم بد پرې وايي.

په ليک کې ښاپېرۍ د يو ځوان سرتېري د جسد ننداره کوي، د هغه په جېب کې ليک را اخلي، هغه لولي، بېرته يې په جېب کې ورته ږدي ...او وروستۍ برخه يې په دې ډول ده؛

((ښاپېرۍ هغه ليک بېرته د ځوان په جېب کې لکه څنګه چې ايښی ؤ،کېښود. او بيا ټولې په ډېره خواشينې او پټه خوله د ځوان سرتېري له جسده  روانې شوې،دوی ټيټ سر روانې وې، له لږ مزل وروسته يوې وويل :

« دا د انسان زړه خو تر ډبرې او زموږ تر هغه دېوتا هم سخت دی»)).

د ګوهر د ژباړې په اړه بايد دا ووايم، چې د دې کتاب مفاهيم تر ډېره په سم ډول پښتو شوي، دا چې ګوهر صاحب، په انګليسي او اردو دواړو ژبو حاکميت لري، نو دا اثر يې هم له انګليسي را ژباړلی او له اردو ژباړې سره يې پرتله کړی، چې دې کار يې د مفاهيمو له سمې رسېدا سره مرسته کړې، بل دا چې د دې اثر ژباړه په ساده او روان ډول شوې، زه خو يې له لوستو سره ستړی نه شوم، بلکې خوند مې ترې اخيست، بل دا چې د جبران ليکل شاعرانه او عاطفي دي، ګوهر هم شاعر دی او هم عاطفي انسان دی، نو کوم کلمات چې جبران په اصلي ژبه کې ورته لري، ګوهر يې په پښتو کې ورته پيدا کوي، دا ژباړل شوی اثر به ځينې نيمګړتياوې او خامۍ هم ولري، خو ما به نه وي ليدلې، نور ګوهر صاحب! ته د نورو داسې ژباړو، ښو شعرونو ليکلو او ښه ژوند هيله، تاسو ته دې دا کتاب مبارک وي، الله ج دې وکړي، چې زموږ د نيکمرغيو پيل د دې کتاب له چاپ سره وشي!

په درنښت

اسمعيل لاروی/ پکتيا/ د اوښتون کلتوري ټولنې دفتر

محمدولي 09.03.2014 13:51

ډيرښۀ

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
د انعام الله ګوهر بلاګ ،د اړیکې شمیره۷۷۸۷۸۷۴۳۳ - ۰۰۹۳ د بریښنا لیک پته : inam_goahar@yahoo.com د کتونکو شمېره : Web Count Stats
Web Stats
Share |

Free Calendar

< ---------------------------------------------------------- مهرباني وکړئ،لاندي دښاغلي ډاکټر حسن د شعرونو پاڼه لایک کړئ
Facebook

Inamullah Goahar likes

<span dir=د ډاکټر حسن شعرونه"/>د ډاکټر حسن شعرونه
Create your Like Badge
______________________________________